د بهرنيو چارو سرپرست وزير وايي د نړۍ لسو هېوادونو ته يې خپل دیپلوماتان ليږلي. نوموړي پاکستان، روسیه، ایران، ازبکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه وبلل، چې د ا.ا ديپلوماتان يې منلي دي. متقي دا هم وويل، چې په ځينو نورو هېوادونو کې له تېر نظام څخه پاتې ديپلوماتان او افغان سفارتونه هم ا.ا سره په اړيکه کې دي او د دوی په خوښه خپلې چارې سمبالوي. نوموړي د دغو افغان ديپلوماتانو په اړه نور جزییات نه دي وکړي.








