د پرتګال صدراعظم اعلان کړی چې اوکراین ته به لیوپارد ۲ ډوله جرمني ټانګونه ورکړي. صدراعظم انتونیو کوستا نن د مرکزي افریقا جمهوریت ته له روانېدو مخکې د دې ټانګونو د استولو د نېټې له یادولو پرته ویلي چې، پرتګال د خپلو غیرفعالو لیوپارد ۲ ټانکونو د ترمیم لپاره د پرزو د پېرلو په اړه له جرمني سره د خبرو په حال کې دی. کوستا زیاته کړه دی پوهېږي چې اوکراین ته به په کوم شمېر دا ټانګونه واستول شي خو په مناسب وخت کې به یې اعلان کړي. اوکراین له خپلو لوېدیځو متحدانو په وار وار د ټانګونو او نورو پوځي تجهیزاتو د مرستې غوښتنه کړې.








