د ا.ا ویاند وايي چې د پاسپورټ ریاست ۳۰۰ کارکوونکي د جعل او کمېشنکارۍ په تورونو له دندو ګوښه او یا هم نیول شوي او بندیان شوي دي. نوموړی زیاتوي چې سرپرست حکومت په پاسپورټ ریاست کې د فساد د جرړو اېستلو ته ژمن دی او اوس دغه ریاست له فساده پاک شوی دی. هغه زیاتوي چې تراوسه تخنیکي ستونزې نه دي حل شوې چې له همدې امله د پاسپورټ وېش درېدلی دی. له نږدې پنځو میاشتو راهیسې پاسپورټ ریاست د خلکو پر مخ تړل شوی او لا تر اوسه هم په دغې ادارې کې د تخنیکي ستونزو په تړاو څه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دغه ریاست هغو ناروغانو ته چې، د طبي کمېسیون له لوري تایید شوي وي، پاسپورټ ورکوي.








