په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي، د سند ایالت له زندانه هم ۱۲۰ افغان بندیان خوشي شول. د دغه سفارت په ټويټرپاڼه کې لیکل شوي، چې پرون په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرال کونسلګرۍ د هلو ځلو په پایله کې د سند ایالت له زندان څخه ۱۲۰ تنه افغانان ازاد شول او خپل وطن ته به ولېږدول شي. دغه سفارت همدارنګه ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به ۱۳۰ تنه نور افغان وګړي هم د پاکستان له بندخونو ازاد او هېواد ته به ستانه کړل شي. سرچينه زياتوي، د یادو کسانو د لارې کرایه، خوراک، څښاک او پوښاک ټول لګښت يې ا.ا ورکوي.








