د خیبر پښتونخوا ایالت کوهاټ ته څېرمه یو سیند کې د یوې کښتۍ د اوښتو په پېښه کې لس تنه ماشومان مړه شوي او نهه تنه نور لا تر اوسه په اوبو کې ورک دي. پولیس وايي، د هغوی د ژغورنې عملیات دوام لري. پولیس وايي، د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې د قربانیانو عمرونه له اوو څخه ۱۴ کلونو دي. په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو ځايي چارواکي میر روف ویلي چې ۱۱ نور ماشومان ژغورل شوي چې د شپږو حالت یې د اندېښنې وړ دی. د نهو نورو لادرکه ماشومانو د ژغورنې عملیات دوام لري. د چارواکو په وینا، دا د یوې مدرسې زده کوونکي وو چې د سیل لپاره یې په کښتۍ کې سفر کاوه.








