پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت سرپرست محمد عباس اخند په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای او په ترکیه کې د سرې میاشتې مسوول فرید احمد ضیا سره لېدلي دي. یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ارګینای په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د نهشتون ستونزې ته په اشارې ویلي چې ښځو ته بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د کار کولو اجازه ورکړل شي. پهدې لېدنه کې د ترکیې د سرې میاشتې مسول ژمنه کړې چې د دې موسسې لهخوا به د وري تر میاشتې د پکتيکا ولايت د زلزله ځپلو لپاره د نږدې سلو کورونو د جوړولو چارې پيل شي.








