په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ویانده وایي چې په دې ساړه ژمي کې بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه ده. کارولین ګلک پرون په بامیانو ولایت کې وویل چې سهار هوا منفي شل وه او دا ژمی په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې بېساری دی. د ملګرو ملتونو د دې ویاندې په وینا، که چېرته بېوزلو ته پیسې ورکړل شي دوی به په خپله خوښه له اړتیا سره سم خپله ستونزه حل کړي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي چې په دوه زره درویشتم کال کې به په افغانستان کې د بېوزله کسان شمېر اته ویشت میلیونو ته ورسېږي.








