د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د تېر کال په نهو میاشتو کې د وړم کال پرتله د افغانستان صادراتو کې ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه ۸۷۹ میلیونه ډالره وه. جواد وايي په دغو صادراتو کې د ډبرو سکاره، پنبه، ممیز، انار، وچ انځر، جلغوزه، انګور زیره اونور توکي و. نوموړی وايي، دا توکي تر ډېره پاکستان، هند، ایران، چین، متحده عربي اماراتو او یو شمیر اروپايي او امریکايي هیوادونو ته صادر شوي دي. په اقتصادي وضعیت کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځ ته شوی، چې د ملګروملتونو د راپور له مخې په روان کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان د خوړو د برابرولو په برخه کې د نړیوالې ټولنې مرستو باندې متکي دي.








