په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د سیاسي خبرو اترو تر سره کېدل ګڼي. نوموړي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکی دی. حسن کاظمي قُمي وايي، ایران له افغانانو د ملاتړ لپاره په بېلابېلو برخو کې له ا.ا سره جدي او پیاوړی تعامل کوي. نوموړی داراز ادعا کوي چې امریکا په افغانستان کې له نورو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. خو ا.ا بیا وايي، د هغو کسانو بیا مطرح کول به چې یو ځلي ازمویل شي د هېواد سیاسي ټولنه زیانمنه کړي. په افغانستان کې د ایران سفیر ویلي، دمګړۍ په ایران کې څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او په وینا یې ایران د ښو خدماتو زمینه هم ورته برابره کړې ده.








