د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلو غربي متحدینو غوښتي چې د اوږد واټن راکټونه او پوځي الوتکې ورکړي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې آلمان او متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې کییف ته به لسګونه عصري جنګي ټانکونه واستوي. زیلینسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې اوس باید اوکراین هېواد ته پوځي الوتکې ورکړل شي. نوموړي دغه غوښتنه پرون چهارشنبه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې ده.







