د برېتانیا د کډوالۍ وزیر رابرت جنریک، ویلي چې په دغه هېواد کې ۲۰۰ پناه غوښتونکي ماشومان ورک دي، چې افغانان هم پهکې شامل دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، جنریک پرون د برېتانیا پارلمان ته وویل، د ماشومانو د ورکېدو ۴۰۰ پېښې شته، چې لا هم د ۲۰۰ ماشومانو د برخلیک په اړه معلومات نشته. د برېتانیا د کډوالۍ وزیر زیاته کړه، د دغو ورکو ماشومانو له ډلې ۸۸ یې البانیايي، پاتې ۱۲ نور یې د افغانستان، مصر، ویټنام، پاکستان او ترکیې دي. د برېتانیا دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتې راهیسې تر څلور لکه او ۶۰۰ ډېر ماشومان چې څوک ورسره نه وو، د برېتانیا په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.








