د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مرستیال مارټین ګرېفېټس له یوه جګپوړي پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي. مارټین په ۲۰۲۳زیږدیز کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ مېلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو را جلبولو او په ۲۸ مېلیونه هېوادوالو د وېشلو خبر ورکړ. د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې دي. په دغې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسوولیت لري چې د افغانستان او نړۍ په نږدې کولو کې رغنده رول ولوبوي. مارټین ګرېفېټس د افغانستان له اوسني امنیت څخه خوښي څرګنده ښودلې او ویلي یې دي چې د ښه امنیت له کبله دوی توانېدلي چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوي. متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه کړې چې دنیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.








