د ملګروملتونو ښوونیزه، علمي او فرهنګي اداره یا یونسکو وایي، د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو ګډون په تېرو دوو لسیزو کې کابو شل چنده زیات شوی و خو نن ورځ دوی اجازه نهلري چې په دغه هېواد کې لوړې زدهکړې وکړي چې دا د منلو وړ نهده. دې ادارې دغه څرګندونې د زدهکړې د نړیوالې ورځې په مناسبت کړي او غوښتنه یې کړې چې راځئ له دې ورځې سره یو ځای شو او په لوړ غږ او واضح دا خبره وکړو چې پرېږدئ، افغان نجونې زده کړې وکړي. دې ادارې ویلي، چې د زدهکړې سږنۍ نړیواله ورځ یې چې سبا د جنوري ۲۴مه ده، د افغان نجونو او ښځو د زدهکړې موضوع ته ځانګړې کړې ترڅو د نړیوالو پام دغې ستونزې ته راجلب کړي.








