د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک ویلي، هېواد یې چمتو دی چې پولنډ ته اجازه ورکړي ترڅو په جرمني کې جوړ شوي لیوپارد۲ ټانګونه اوکراین ته ورکړي. نوموړې پرون د فرانسې او آلمان له سرمشریزې وروسته ویلي چې جرمني اوکراین ته د دغو ټانګونو د ورکولو په اهمیت پوهېږي، نو ځکه په دې اړه له خپلو شریکانو سره بحثونه کوي. تر دې وړاندې آلمان ویلي وو، تر هغو دغه ټانکونه کیېف ته نه ورکوي چې لومړی د امریکا متحدو ایالتونو د «ابرامز» په نوم جنګي ټانکونه اوکراین ته ورکړي نه وي.








