د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د زدهکړو برخې رییس رابرټ جنکېنز پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي چې زدهکړې امتیاز نه، بلکې انساني حق دی. نوموړي ټینګار کړی چې هر ماشوم د زدهکړې لپاره مساوي فرصت لري. نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو محدودیت او پوهنتونونو کې د ښځينه محصلينو پر تحصیل د بندیز تر څنګ په غیر دولتي ادارو او اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بنديز هغه لوى محدوديتونه دي چې ا.ا پر ښځو لګولي دي. د ملګرو ملتونو د تعلیمي ادارې د معلوماتو لهمخې، د ا.ا د پرېکړې له امله په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.








