د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد له خپل مل پلاوي سره په ګډه د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي. نوموړې د کتنې پر مهال ویلي، چې افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر موخه د نجونو د زده کړو په اړه د افغانستان حکومت ته د نړیوالې ټولنې د پیغام رسول دي. دغه راز د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې امیرخان متقي د ملګرو ملتونو پلاوي ته وړاندیز کړی چې نړیوالو ته د افغانستان رښتیني انځور منعکس کړي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه چې د پوهنې او روغتیا په برخو کې زیات شمېر ښځې کار کوي او ټولې هغه ښځې چې په دفترونو کې کار کوي معاشونه ترلاسه کوي.








