د اوکراین ولسمشر د روان کال له پیل راهیسې ددغه هېواد په اړه د «مهمو دفاعي پریکړو» له امله د آلمان له حکومت څخه مننه وکړه او د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر ته یې ویلي، چې د برلین له مالي او بشري مرستو څخه منندوی دی. زیلینسکي پرون په یوه ویډیويي تماس کې والټر شټاین ته ویلي، چې هغه غواړي د آلمان له اتباعو څخه مننه وکړي چې په دې سخت وخت کې یې د اوکراین اتباعو ته پناه ورکړې ده. د اوکراین ولسمشر په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې له خپل جرمني سیال سره یې د لومړۍ کرښې پر وضعیت هم خبرې کړې دي. په همدې حال کې د اروپا د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین پرون د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم (WEF) په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې اوکراین نړۍ ته حرکت او اروپا ته یې الهام ورکړی او د دغه هیواد خلکو ته ډاډ ورکولای شي چې اروپا به تل ورسره ولاړه وي.







