لوړو زده کړو وزارت ویلي، د پوهنتونونو د تدریسي نصاب د بیا ارزونې کار یې پیل کړی دی. د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ویلي، چې د بېلابېلو نصابونو موجودیت تحصیلي سیستم ګډوډ کړی و او اوس د دوی هڅه دا ده چې پر نړیوالو علمي معیارونو ولاړ او له ملي او دیني ارزښتونو سره برابر یو تحصیلي نصاب جوړ کړي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په دې اړه ویلي، پر داسې یوه نصاب کار کوي چې محصلین یې پربنسټ داسې وروزل شي چې څو ژبني مهارتونه پکې زدکړي او خپل مسوولیتونه په سم ډول ترسره کړي. نوموړي ویلي، تر اوسه یې د ژورنالېزم او ټولنیزو علومو برخې درسي نصاب ارزولی دی.








