د لوگر امنيتي مسوولين وايي، د مرکز پل علم او د تېرې کوتل سیمو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۸ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد الله انس وايي لومړۍ ترافیکي پېښه د مرکز پل علم اړوند په خضر سيمه کې شوې چې له امله ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. ده زیاته کړه دویمه ترافیکي پېښه د پل علم او ګردېز ترمنځ د تېرې کنډو په سیمه کې د یوه مازدا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې په پايله کې يې درې کسان مړه شوي دي. د هغه په وينا دواړه ترافیکي پیښې پرون مازیگر رامنځته شوي او لامل يې د موټر چلوونکو بي احتياطي ده. باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل ګردېز په عمومي لار ترافيكي پېښې دوه برابره زياتې شوې دي. ځايي اوسېدونکي او موټر چلوونکي يې لامل د پلچکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بي احتياطي په ګوته کوي.








