د امریکا د کالیفورنیا ایالت چارواکي وايي په یو کور کې د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دي. دا پېښه پرون د کالیفورنیا په مرکز د ګوشین په نامه سیمه کې شوې ده. امنیتي چارواکو ویلي چې د دوو مشکوکو کسانو لټون يې پيل کړی دی. د پولیسو یو مسوول مایک بادریاکس ویلي چې د دوو نورو کسانو مړي یې په کور کې دننه وموندل او یو کس زخمي و چې وروسته بیا په روغتون کې مړ شو. پولیس وايي فکر کوي چې یوه جنایتکاره ډله په دې قضیې کې دخیله ده. د پولیسو مسوول بادریاکس وویل چې دا یو عادي تاوتریخوالی نه دی بلکې په خبره یې دا کورنۍ قصدآ په نښه شوې ده.








