پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په څلورو ولايتونو کې د یخنۍ او واورو له امله د ۱۶ کسانو د مړینې خبر ورکړی او راپورونه ښيي چې زرګونه څاروي هم تلف شوي دي. له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې هوا سخته سړه شوې او واورې هم ورېدلې او وړاندوینې شوې چې د روانې اونۍ تر پایه به د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه د سانتي گراد په کچه منفي ۳۵ ته ورسېږي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بېړنيو عملياتو د مرکز رییس ملا جانان سايق په یوه خپره شوې وېډیو کې وايي چې د تېرو څو ورځو سړې هوا او واورو له امله په بادغیس فارياب نيمروز او غزني ولایتونو کي ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ده په وینا، همداراز د یخنۍ له امله شاوخوا ۲۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي. سابق وایی یاد وزارت خپلو ټولو ولايقي رياستونو ته امر کړی چې د موسسو په مرسته یادو سیمو ته خوراکي او غير خوراکي توکي او پيسي ورسوي.








