کورنیو چارو وزارت وايي، له کابل ښاره یې یوشمېر په نشه روږدي کسان راټول او د درملنې لپاره اړوندو روغتونونو ته لیږلي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، ددغه وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دې لړۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا ۱۵۰۰ معتادین د کابل ښار او شاوخوا سیمو څخه راغونډ شوي دي. نوموړی وايي، هڅه یې دا ده چې له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم ټول په نشه روږدي کسان راټول او درملنه یې وکړي. کورنیو چارو وزارت له دې وړاندې هم په نشه روږدي کسان د درملنې په پار راغونډ کړي وو، خو ویل کیږي چې ځینو یې له لنډې درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کړې ده.








