په هند کې د افغانستان سفارت وايي، ناستې او بحثونه روان دي څو د هند له دولت سره په ګډه په هغه هېواد کې د فارغو شویو افغان پوځي محصلینو ستونزو ته د رسېدنې بنسټیزې لارې پیدا کړي. په هند کې له پوځي برخې فارغ شوي افغان محصلین ادعا کوي وايي، سفارت دوی ته ویلي، د هند دولت پرته له دې چې دوی ته افغانستان ته د تګ ټېکټ واخلي، بله کومه مرسته ورسره نه شي کولی. خو په هند کې د افغانستان سفارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې لومړني اقدمات شوي لا هم ناستې او بحثونه دوام لري تر څو د هند له دولت سره په ګډه د یادو محصلینو ستونزو ته اساسي او بنیادي لاره پیدا شي. په افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو مخکې د هند په پوځي پوهنتونونو او اکاډمیو کې ۱۷۰ تنه د ملي اردو افسران، بریدمنان او محصلان په زده کړو بوخت وو چې ۱۱۷ تنه یې اوس هم په هند کې په ملکي او پوځي زده کړو بوخت دي.








