امریکا د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا تر غونډې مخکې له دې شورا غوښتي چې، داسې پرېکړه لیک صادر کړي چې د ا.ا چارواکي د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو او کار د بندیز د پای ته رسېدا په اړه خپلې پرېکړې بېرته واخلي. د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازو پرون د متحده عربي اماراتو او جاپان په غوښتنه د افغانستان د سرپرست حکومت پر پرېکړو د خبرو لپاره غونډه دایره کړه. دا غونډه ناعلني وه او خبریالانو ته یې د بحث په اړه معلومات نه ورکول کېدل. رویټرز خبري اژانس ته دیپلوماتانو ویلي چې په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ شورا ته په وینا کې ویلي، چې د وضعیت خرابوالي ته په کتو باید د بندیزونو د غندلو لپاره په یوه خوله پرېکړه لیک تصویب شي او د ط البانو له لوري د دغو بندیزونو د فوري پای ته رسېدو غوښتنه وشي. خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې د امنیت شورا ټولو غړو د دې ډول یوه پرېکړه لیک د تصویب ملاتړ وکړ او که ونه کړ.








