د پولنډ ولسمشر انډرې ډوډا پرون د اوکراین غربي لفیف ښار ته د سفر پرمهال اعلان وکړ چمتو دی د کیف د غوښتې پر اساس هغه هیواد ته لپرډ ټانکونه ورکړي. ډوډا له خپل اوکرایني او لتوانیایي سیال سره تر لیدنې وروسته وویل چې وارسا به دغه ټانکونه د یو نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې نوموړي هیواد ته ورکړي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د پولنډ دا ګام ستایلی او یلي یې دي، د هغو هیوادونو له خوا د یو ګډ تصمیم په تمه دی چې غواړي کیف ته لپرډ ټانکونه ورکړي. هغه زیاته کړه یو هیواد یوازي نشي کولی له اوکراین سره مرسته وکړي. بلخوا د لتوانیا ولسمشر په یوې ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې هیواد به یې له اوکراین سره د الوتکو ضد سیستمونو او مهماتو مرسته وکړي.








