د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د قطر او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږو هڅو په اړه خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر وضعیت او په دغه هېواد کې د دوحې او ملګرو ملتونو ترمنځ د همغږو هڅو په اړه خبرې کړې دي. دغه وزارت زیاته کړه چې قطر په دغه هېواد کې بشري وضعیت ته په پام سره د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د قطر د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د څو اړخیزو اقداماتو پر اهمیت ټینګار شوی دی.








