د ترکيې د کډوالو چارو اداره وايي، چې زرګونه ناقانونه کډوال یې نیولي دي او په راتلونکو څو ورځو کې به پنځه زره نور افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم ترکیې ۴۷۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستلي دي. د ترکیې د انادولو خبري اژانس د کډوالو چارو ادارې له قوله خبر وکړی، چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه کې ټولټال دوه زره ناقانونه کډوال نیولي او د دوی له ډلې یې زره تنه يې خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې افغانان هم پکې وو. د دغه اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې څو راتلونکو ورځو کې پنځه زره نور افغان کډوال هم له ترکيې وایستل شي. په ترکيه کې له کډوالو سره د ترکي پوله ساتو له لوري د ناوړه چلند ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي او ویل کېږي چې دغه هېواد پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړي دي.






