د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومي رییس سره کتلي دي. ددغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د ا.ا د کډوالو چارو وزیر د ناروې کمېټې له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بېځایه شوو لپاره د مرستو رسولو کې د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړې دي. اېګلنډ ویلي، موسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۵۰ زره افغانانو ته مرستې رسولي او په راتلونکي کې غواړي ۷۰۰ زره افغانانو ته مرسته ورسوي. نوموړي ویلي، دوی دې ته ژمن دي چې مرستې به د اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره سمې تر خلکو رسوي خو اسلامي امارت دې ښځو ته د کار اجازه ورکړي. ده ویلي مخکې هم په دوحه، اوسلو او افغانستان کې د ا.ا له مشرانو سره ناستې او بحثونه کړي دي. په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر ویلي، هڅه یې دا ده چې د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعي چوکاټ رامنځ ته شي.







