په هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو اتحادیه وايي، که ا.ا د ښځینه محصلینو د بندیز لرې کولو لپاره نېټه مشخصه نه کړي، ښايي ډېری خصوصي پوهنتونونه د اقتصادي اړخه دوام ونه کړي او وبه تړل شي. د دغې اتحادیې مشر محمد کریم ویلي، چې په ۲۴ ولایتونو کې ۱۴۰ د لوړو زدکړو عالي خصوصي موسسې او پوهنتونونه فعالیت کوي، چې د ۶۵ تر ۷۰ زرو ښځینه محصلینو په ګډون یې شاوخوا ۲۰۰ زره زدکوونکي لرل او په کابل او ولایتونو کې د طب ښځینه محصلانو شمېر تر نارینه زدکوونکو ډېر دی. دی وايي، دغو پوهنتونونو د نږدې ۲۵ زره خلکو او استادانو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده. نوموړي ویلي، که د ښځو پوهنتوني زدکړې دوام ونه ومومي او خصوصي پوهنتونونه چې د خپلو زدکوونکو پر میاشتنیو فیسونو ولاړ دي، بېرته فعال نه شي له اقتصادي پلوه به یوازې کابل کې ۳۵ پوهنتونونه بند شي. نوموړی د ا.ا له حکومته غواړي چې د ښځو د زدکړې د ځنډولو نېټه مشخصه کړي.







