د بدخشان ځايي چارواکو ويلي، چې د سرو زرو په يوه کان کې بند پاتې دوه کان کېندونکي يې ژغورلي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدین احمدي وايي دغه کسان د ياوان ولسوالۍ د خير آباد کلي د سرو زرو کان کې بند پاتې وو. سرچینه زیاتوي، چې دغه کان کېندونکي د ژغورنې ټيم له پرلپسې ٦۱ ساعته هڅو وروسته ژوندي وژغورل شول. هغه زیاتوي ژغورل شوي کسان د درملنې په موخه د یاد ولایت په مرکز فیض اباد کې ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې د تېرې پنجنشبې مازدیګر د یاوان ولسوالۍ دمنزل دشت سیمې خیراباد کلي کې، د سرو زرو پر یوه کان د تپې ښوېیدو له امله یو شمېر کسان تر خاورو لاندې بند پاتې وو.







