د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د ترانزیټي مالونو په کچه کې د ۲۰۲۱ میلادي په پرتله زیاتوالی لیدل کیږي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، چې د پاکستان څخه تر ډېره تازه میوه او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان څخه د ډبرو سکاره، خامه اوسپنه او مالوچ د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالیږي. د سوداګرۍ او پانګونې د خونې دغه چارواکی وايي، چې افغانستان ته بیا د پاکستان څخه صادراتو کې د پخوا پرتله کموالی راغلی دی او برعکس له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات زیات شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد بیا وايي، چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومویو شپږ میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته ۸۵۸ میلیونو ډالرو په ارزښت مالونه وارد شوي و. د جواد په وینا له پاکستان څخه په مهمو وارداتي توکو کې سمنټ، وریجې او تازه میوه شامل دي.







