اسلامي امارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د نویو څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې کابل له نړۍ سره په خپلو ټولو ژمنو پابند دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، داسې شواهد نشته چې د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد کارول شوې وي. پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان سرپرست حکومت د خپلو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړ. نوموړي ویلي وو چې اسلامي امارت تر اوسه نه دی توانیدلی چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. خو د افغانستان سرپرست حکومت په واور وار ویلي، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي چې افغانان خاوره د ګاونډیو او نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.







