سي.اېن.اېن خبري اژانس د اوکراييني چارواکو له خولې ویلي چې هلته د روسیې له لوري په جګړه کې د کارېدونکو بې پېلوټه الوتکو ډېرۍ پرزې په امریکا کې جوړې شوې دي. دا خبره دغه خبري اژانس ته ځينو اوکراييني چارواکو د شاهد-۱۳۶ په نوم د یوې ځان چوونکې بې پېلوټه الوتکې له نیولو او څېړلو وروسته کړې ده. دوی ته دغه الوتکه روغه په لاس ورغلې ده او وروسته یې چې پرزې ارزولې دي نو ورته په ډاګه شوې چې څلوېښت پرزې یې دیارلسو بېلا بېلو امریکايي شرکتونو جوړې کړې دي. اوکراييني چارواکو همدا راز ویلي چې د شاهد-۱۳۶ بې پېلوټه الوتکې پاتې نورې پرزې د کاناډا، جاپان ، سویس او تایوان شرکتونو تولید کړې دي.







