د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په اړه وایي، چې د پاکستان خلک د افغانستان همسایه ورونه دي خو د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو ناسمو پالیسیو زېږنده ده. حامد کرزي ویلي، نا امنۍ سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره دې پاکستان د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسيو باندې له سره غور وکړي او بدله یې دې کړي، له تهدید او زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره دې، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.







