په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، هېواد ته د هغو افغان بنديانو د بېرته ستنېدو لګښت پر غاړه اخلي چې د پاکستان د کراچۍ له زندانونو څخه خوشي کېږي. دغه مطلب سفارت په خپل ټویټرپاڼه کې بیان کړی دی. سرچینې د یادو بنديانو له کورنيو څخه غوښتي چې د دې چارې لپاره چاته له پیسو ورکولو څخه ډډه وکړي. څو ورځې مخکې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د پاکستاني پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۰۰ افغان کډوال بنديان دي.







