د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر له ازبکستان سره د برېښنا د يو کلن تړون له لاسلیک وروسته ویلي چې افغانستان له وارداتي برېښنا د هېڅ هېواد پوروړی نه دی. منصور چې تېره اونۍ ازبکستان ته په رسمي تللی و، پرون بېرته هېواد ته راستون شو. هغه په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وويل چې له دغه هېواد سره يې د ۲۰۲۳ کال تر پایه پورې د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړی دی. هغه زیاته کړه چې ددې تړون له مخې به ازبکستان د ۲۰۲۳ کال پر مهال افغانستان ته ۴۴۰ میګاواټه برېښنا وركوي. د اوبو او انرژۍ وزیر وايي چې ددې سفر پر مهال يې په تاشکند کې د يوه چينايي شركت له استازي او له افغان پانګه والو سره هم د افغانستان د برېښنا په سکټور کې پر پانګونې خبرې کړې دي. نوموړي وویل چې افغانستان اوسمهال د وارداتي برېښنا له درکه له هېڅ هېواد څخه پوروړی نه دی، خو ځينې ستونزې د بانکي محدوديتونو او د پیسو د لېږد په برخو کې شته دي.







