د سوداګرۍ اوصنعت وزارت وايي، چې په تېرو ۹ میاشتو کې له افغانستان څخه ۱۵ هېوادونو ته د ۵۳ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت نږدې ۵۴۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، چې په روان کال کې د هېواد د جلغوزیو په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخوندزاده عبدالسلام ويلي، چې له افغانستان څخه په تېرو ۹ میاشتو کې چین، پاکستان، عربستان، متحده عربي امارتو، هند، ایټالیا، امریکا، کاناډا، انګلیستان، آسټرالیا، ترکیې، سوېډن، اوکراین او بلجیم ته شاوخوا ۵۳۸۰ ټنه جلغوزي صادري شوي، چې مالي ارزښت يي ۵۳ میلیونه ډالرو ته رسیږي.







