د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې د دې شرکت او د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت ترمنځ د ٢٠٢٣ میلادي کال لپاره د برېښنا تورید تړون لاسلیک شو. دغه راز د اوبو او انرژۍ وزیر وایي، ازبکستان ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به وارداتي برېښنا پر افغانستان نه کموي. مولوي عبدالطیف منصور وايي چې ازبک چارواکو سره یې د وارداتي برېښنا قرارداد یو کال نور غځولی دی. په دې ورورستیو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د ۴۳۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا کچه نږدې نیمایي کمه شوې چې ډېر خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي. افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه توليدوي.







