د اسلامي امارت ویاند په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز د شریعت مطابق دی. نوموړي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې نارینه او ښځینه دواړه د کار کولو حق لري، خو هغه باید د شریعت مطابق وي. د نوموړي په خبره، ښځې باید په بهرنیو موسسو کې کار ونه کړي، ځکه تمویلونکي یې بهرني ډونران دي او هغوی د اسلامي اصولو په پلي کېدو نه پوهېږي. د ا.ا ویاند همدارنګه وایي چې که موسسې مېرمنو ته بېلې څانګې برابرې او شرعي اصول رعایت کړي، په هغه صورت کې یې کار کول ستونزه نه لري. د ده په وینا، اوس هم په استثنایي حالاتو او هغو ځایونو کې چې مېرمنو ته اړتیا ده، ښځینه هم کار کوي. د ا.ا د اقتصاد وزیر تېره اونۍ اعلان وکړ، چې تر بل امر پورې ښځې په ملي او نړیوالو نادولتي موسسو کې کار نه شي کولی.







