د آلمان صدراعظم اولاف شولتز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکړه. خو پوتین په اوکراین کې د هغه په وینا د لوېدیځ په ویجاړونکي سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو به یې بریدونه دوام ولري. په وروستیو میاشتو کې، د کروز توغندیو بریدونو او د روسیې هوایي بریدونو د اوکراین د برېښنا شبکه غیر فعاله کړې او د اوبو رسولو شبکې په ګډون د هېواد نورې زیربناوې یې زیانمنې کړې. کیف وايي، د اوکراین د انرژۍ سیستم د سقوط په درشل کې دی او په وروستیو اونیو کې د روسیې د سیستماتیکو بمباریو له کبله په میلیونونو خلک په تیارو کې ژوند کوي. په همدې حال کې په دغه هېواد کې د تودوخې درجه هم له صفر څخه ښکته شوې او خلک د خپلو کورونو په ګرم ساتلو کې له ستونزو سره مخ دي.








