کورنیو چارو وزارت وایي چې له خوست ولایت څخه یوه ګاونډي هېواد ته د بې پیلوټه الوتکې هڅه شنډه شوې ده. کورنیو چارو وزارت ویلي چې منسوبینو یې د خوست ښار اړونده د کنډیو په سیمه کې عملیات کړي او درې کسان یې له یوې بې پیلوټه الوتکې سره نیولي دي. سرچینې زیاته کړې چې دا کسان له تېرې یوې میاشتې راهیسې تر تعقیب لاندې وو او غوښتل یې یاده الوتکه یوه ګاونډي هېواد ته قاچاق او هلته یې په ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو خرڅ کړي. په نیول شویو کسانو کې یو تن خرڅونکی او دوه تنه قاچاقبران شامل دي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. کورنیو چارو وزارت وايي، چې دا ډرون الوتکه يې د تېر حکومت پر مهال له یوه کانټینر څخه ترلاسه کړې وه.








