د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، د بندیزونو لګولو افغان ولس له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي رامېز الکبروف کوونکي ویلي، چې د افغان ولس عواید د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې کم شوي او په وینا یې دغه هېواد به ډېر سخت ژمی په مخ کې ولري. نوموړي وړاندیز کړی چې افغانستان باید د بشري مرستو د نوملړ په سر کې وي. دی د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل او د افغانستان په بانکونو کې د پانګې نهشتوالی د هېواد د داخلي ناخالص تولید د کمښت اصلي لاملونه ګڼي. له دې سره سم د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، اقتصادي بندیزونو، پر بانکونو محدودیتونو او د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدو د هېواد پر اقتصاد بدې اغیزې کړې دي.








