د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي، په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي. د چارواکو په وینا، تېر کال ۱۵۰ کیلو ګرامه زعفرانو حاصلات راټول کړل شوي وو او سږکال ۲۵۰ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی. په وروستیو کلونو کې، د هیواد په لوېدیځه حوزه کې د زعفرانو کښت زیات شوی او حاصلات یې له نړیوال شهرته برخمن دي. اوس په شمال او په ځانګړې توګه بلخ کې هم د زعفرانو کښت ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې ده. په بلخ کې د زعفرانو ځينې پروسس کوونکي وایي چې د دغه ولایت هوا د زعفرانو د کښت لپاره مناسبه ده او حاصلات یې هم ډېر شوي دي.








