په تاجکستان کې د هرات د امنیتي خبرو اتروغونډې ځينې ګډونوالو په افغانستان کې د پراخبسټه حکومت پر رامنځته کولو، د ښځو حقونو ته په درناوي او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د غونډې یو شمېر ګډونوال د داسې ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی، چې د دوی په وینا، ټول قومونه په کې ونډه ولري. د افغانستان لپاره داروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن یادې غونډې ته وویل چې دوی د افغانستان لپاره له سرپرست حکومت سره تعامل کوي. هغه زیاته کړه، په همدې موخه یې د ملګرو ملتونو له افغانستان سره زیاتې بشري مرستې کړې دي . نېکلاسن د افغانستان ښځو او نجونو ته د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو حقوق غربي بحث نه دی، بلکې د یوه هېواد د اقتصاد او پرمختګ لپاره اړین دی. د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه ددې کنفرانس په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








