د پاکستان تحریک ط البان وايي چې د پاکستان له حکومت سره یې د سولې اوربند ختم کړی او په دغه هېواد کې یې د لویو بریدونو خبرداری ورکړی دی. د فرانسې خبري اژانس وايي پاکستاني ط البانو پرون په یوې اعلامیې کې دا خبر ورکړی دی. د دواړو خواوو ترمنځ د جون په میاشت کې اوربند شوی وو. د پاکستاني ط البانو په اعلامیې کې راغلي دا چې پوځ په مختلفو سیمو کې پوځي عملیات روان کړي، نو په ټولو لازمه ده چې د هېواد په هره برخه کې چې کولی شئ بریدونه وکړي. په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان په کومو سیمو کې د دغه هېواد پوځ د ط البانو پر ضد عملیات کوي.








