د تقاعد شویو پولیسو ټولنه وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې حقوق نه دي ترلاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي. د یادې ټولنې رییس شکرالله امانزوی وايي، د متقاعدینو یوازینۍ هیله د دوی حقوق دي او په وینا یې چې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا یې نه دي ترلاسه کړي. متقاعدین وايي د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سونتوکي نهشي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي. بل لور ته بیا د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل ډاډ ورکوي چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره جوړ شوی طرزالعمل یې د داسلامي امارت مشرتابه ته د منظوري په موخه لېږلی دی. د هغه په خبره، د مشرتابه له تایيد سره سم به د ټولو متقاعدینو حقوق ورکړل شي. د متقاعدینو د ټولنې د مالوماتو له مخې اوس ټول هېواد کې د ښځینهوو په ګډون ۱۴۹زره متقاعدین شتون لري چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي .








