د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، چې له هند سره يې د هوايي دهلېز تړون لاسلیک کړی. د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، چې د دغه دهلېز له لارې به ډېر ژر د افغانستان مالونه هند ته صادر شي. سرچينه زياتوي، هند ته د افغانستان د سوداګریزو توکو صادرات د واګې بندر له لارې دوام لري او په تېر کال کې له دغه بندره څه باندې ۱۴ میلیارده افغانۍ صادرات شوي دي. د هغه په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پيل شي او تازه او وچه مېوه، لاسي صنايع او نور سوداګريز توکي به د هوا له لارې هند ته صادر شي. د ا.ا د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې وړاندې هرات ته د سفر پر مهال وويل، چې د دوی له واکمنېدو سره د سیمې هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي دي.








