په هالنډ کې یوې محکمې پرېکړه کړې ده، چې په افغانستان کې د هالنډي ځواکونو هغه هوايي برید غیر قانوني و، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې کړی و. د محکمې د حکم پر اساس د دغه هوایي برید قربانیانو ته باید تاوان ورکړل شي. برید د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۷م سهار د ارزګان د چورې په ولسوالۍ کې شوی و. د محکمې په اسنادو کې راغلي چې څلورو افغانانو په دې اړه د هالنډ د حکومت په ضد عریضه کړې وه. د هالنډ د دغې محکمې د معلوماتو پر اساس د هالنډ اف-۱۶ الوتکو ۲۸ بمونه د چورې په ولسوالۍ کې غورځولي وو، چې ۱۸ یې په «احاطه شویو» سیمو کې لګېدلي وو. محکمه وايي چې په دې برید کې ۱۸ تنه، چې د یو بل خپلوان وو، وژل شوي وو. محکمې ویلي چې په دې اړه به په بلې غونډې کې پرېکړه وکړي چې د قربانیانو کورنیو ته دقیقا څومره تاوان ورکړل شي. د هالنډ حکومت ویلي دي چې د محکمې په دې پرېکړې به غور وکړي.








