د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي د افغانستان سرپرست حکومت باید د یوه ټولګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او په دې ډول په راتلونکې کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي. نوموړي د ترکیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې اندېښنه ښودلې، چې که حالت همداسې روان وي، د افغانستان تاریخ ته په کتو، د کړکېچ لمن بیا پراخېدلی شي. د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي د نجونو د زده کړو پر بندیزونو هم اندېښنه ښودلې ده. خلیلزاد پر طالبانو غږ کړی، چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو شوې تېروتنې دې بیا نه تکراروي او د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته دې زمینه برابره کړي.







