پاکستاني چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوم لیکنه پیلوي چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي. د پاکستان د سرحدي چارو مرکزي وزیر طلحه محمود پرون د دغه هېواد په ملي شورا کې پر همدې موضوع بحث کړی دی. هغه د پارلمان غړو ته ویلي چې دا مهال په پاکستان کې څه باندې ۱.۲ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ثبت او راجستر دي. د طلحه محمود په وینا، د نوم لیکنې په نوي کمپاین کې به د ۵۶۹۰۹ راجستر شویو افغان کورنیو د غیر راجستر شویو غړو نومونه لیکل کېږي. خو نوموړي دا ونه ویل چې په پاکستان کې څومره غیر راجستر افغان کډوال اوسېږي، خو دا خبره یې کړې چې پلان لري معلومات ترلاسه کړي چې په پاکستان کې څومره افغانان ژوند کوي او په افغانستان کې د ط البانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې څومره بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.








